-کابل / ددوږي لومړي /باختر:
په ټول هېواد کې د ښوونځيو لوستونه د کرونا ويروس د خپرېدو اود قرنطين له پنځه مياشتنۍ ځنډ وروسته نن بيا پيل شول .
د پوهنې وزارت وياندې نوريې نزهت باختراژانس ته څرګنده کړې ده چې د عامې روغتيا وزارت د طرحې له مخې او د کابينې په تاييدولو سره په ټول افغانستان کې د ښوونځيو دزده کوونکوحضوري لوستونه د روغتيايي لارښوونو په رعايتولو سره د قرنطين له پنځه مياشتنۍ ځنډ وروسته پيل شول .
هغې زياته کړه چې د دولتي ښوونځيو د يوولسمو او دولسمو ټولګيو د زده کوونکو او د خصوصي ښوونځيو له لومړى ټولګي څخه تر دولسم ټولګيو پورې د زده کوونکو حضوري لوستونه پيل شوي دي .
د پوهنې وزارت وياندې زياته کړه چې زده کوونکو ته د ماسک کارول الزامي شوى دى او هغه ټولګي چې زيات زده کوونکي لري په دوو ټولګيو ويشل شوي دي .
نزهت له کورنيو څخه هم وغوښتل چې د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي په خاطر زده کوونکي د روغتيايي تدبيرونو رعايتولو ته وهڅوي .
په همدې حال کې د عامې روغتيا وزارت هم د دغه وزارت د ١٦٦وړيا تيلفون شميره اعلام کړى دى چې د ستونزې د رامنځته کېدو سره له دغې شمېرې سره اړيکه ونيو ل شي .
ختم _ ج _اکرم
1 1 دقیقه لوستل