کابل باختر دزمري د مياشتې ٢٢ :
د الماس _ ١٨ په نامه ګډ ملاتړيز عمليات نن سهار پيل شول .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د الماس _ ١٨په نامه ګډ ملاتړيز عمليات د ٢٠١ سيلاب قول اردو د لومړۍ پلې لوا، د ملي اردو د کوماندو، ملي پوليسو او د سيمه ييزو پوليسو د ځواکونو په ګډو هلو ځلو سره د قهر سيلاب د عملياتو په ملاتړ د لغمان و لايت د اليشنګ ولسوالۍ په تګلوري او د اسلام آباد د کليو په مربوطاتوکې د دولتي واکمنۍ د ټينګښت او د دغې ولسوالۍ د ډاډمن امنيت د تامينولو په مقصد د ٢٠١ سيلاب قول اردو د لومړۍ پلې لوا د قوماندانۍ په مشرۍ نن سهار پيل شول.
1 1 دقیقه لوستل