خبرونهاقتصادTOP

شیخ الحدیث دلاور: په پنجشېر کې د زمردو ۱۷۰۰ کانونه تثبیت شوي چې ۴۵۰ یې د دغه ولایت خلکو ته ورکړل شوي دي

کابل، د مرغومي ۲۱مه، باختر
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، نن په کابل کې د څلورو شرکتونو له مسئولینو سره د لويو کانونو د څلورو ساحو د قراردادونو لاسليک کولو په مناسبت غونډه کې وویل چې په پنجشېر کې د زمردو ۱۷۰۰ کانونونه تثبیت شوي دي چې له دې جملې څخه۴۵۰ کانونه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په ځانګړي فرمان سره د دغه ولایت خلکو ته ورکړل شوي دي.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور زیاته کړه چې د یادو کانونو ۱۰ سلنه عواید د اسلامي امارت او ۹۰ سلنه یې د خلکو دي او اوسمهال د پنجشېر ۱۰ زره اوسېدونکي په دې برخه کې په مستقیم ‌ډول په کار بوخت دي.
د شیخ الحدیث دلاور د معلوماتو له مخې؛ په تېرو څلورو میاشتو کې د څه د پاسه دوه میلیونه ۶۰۰ زره ډالرو په ارزښت، زمرود استخراج او د رسنیو د استازو په شتون د داوطلبیو له لارې پلورل شوي دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست همدا رنګه د آمو سیند د نفتي حوزې د استخراج په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې له «افچین» شرکت سره د قرارداد له مخې؛ په تېر میلادي کال کې ۱۸ څاګانې فعالې شوې دي چې هره ورځ ۱۱۰۰ ټنه تېل استخراج کېږي.
ټاکل شوې ده تر ۲۰۲۵ میلادي کال پورې، په ورځ کې تر ۳۰۰۰ ټنه تېل استخراج شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته