فرهنګ

په افغا نستان کې د مشروطه غو شتنې او ددموکراسۍ د تګلوري سيمينار پرون د افغانستان د اسلا مي جمهوريت د جمهور رييس حامد کرزي دپيغام په لوستلو اود اطلاعاتو او فرهنګ د وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين په وينا سره په خپل کار پيل وکړ.

دا دويم سيمينار دى چې ددوو کلونو په بهير کې د ولسواکۍ او مشرو طه غوشتنې په برخه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په اهتمام جوړ شوي دي چې پکې پوهان اوڅيړونکې  پکې راټول شوي دي ترڅو په هيواد کې دتنور او تجدد غوشتنې اود اختناق پرضد دمبارزي د حرکتونو او هم دد موکراسۍ تګلوري وڅيړي .او په افغانستان کې د لسيزى انديښنې دتبارز زمينه زياته برابره کړي

 دباختر د اطلاعاتي اژانس دخبريال دخبر له مخې دسيمينار دکار په پيل کې دسيمينار په نامه د افغانستان د اسلا مي جمهوريت د جمهور رييس حامد کرزي پيغام د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتي معين دين محمد مبارز راشدي له خوا ولوستل شو.

جمهور رييس په خپل پيغام کې په هيواد کې دروښانفکري غورځنګونو په باب څرګندونې وکړي او په هيواد کې د ازادي غوشتنې غورځنګونه او حرکتونه يې د مشروطه غوشتنې په غورځنګ پوري اړوند بللي څرګنده کړي يې ده چې  څه دپاسه سل کاله مخکې په کابل ښار کې په روشانفکرقشر کې د تنور، تجدد غوښتنې اود استبداد او اختناق ضد د مفکورو لومړني حرکتونه څرګند شول.

د افغانستان د سراج الاخبار دټولنې جوړيدل اودسراج الاخبار افغانيه پرله پسې خپريدل  او له هغه سره جوخت د لومړني مشروطيت دغورځنګ رامنځته کيدل اود هيواد دخپلواکۍ د پيرته ترلاسه کولو پوري د هغه دوام په اماني دوره کې د افغانستان د لو مړني اساسي قانون تصويبيدل ، دسپهسالار شاه محمود خان دصدارت ددوري د موکراسي اود  وروستيو کلو نو دد مو کراسي لسيزه د ملت د بابا اعليحضرت محمد ظاهره شاه سلطنت او په هيواد کې د نننۍ د موکراسي غورځنګ چې سفر يې زموږ هيوادوالو لس کاله مخکې پيل کړي دي داټول جريانونه زموږ په هيواد کې دفکر، مفکوري ااونظر وړاندې کولو د تګلوري څرګندوى دى.

په پيغام کې ددغه شان سيمينار د جوړولو په خاطر د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه دقدرداني په ترڅ کې له پوهانو څخه هيله شوې ده چې په هيواد کې دروڼ اندو غورځنګونو دپيدايښت ،څيړلو او دغه راز د نه ځواکمني په باب واقعبينانه څيړنې وکړى چې په راتلونکي نسلونه ددغو جريانو نو په باب لکه چې و، سم او حقيقتو نو پربنسټ اطلاعا ت ترلاسه کړى شي

وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين خبري وکړي او په افغانستان کې يې د مشروطه غوشتنې اود موکراسي د پيدايښت تګلاره وڅيړله ( په افغانستان کې د مشروطه غوښتنې غورځنګ په هغو لوړو اوژورو سره چې ويې ليدې برياليتوب ته ورسيد ، هغه څه چې موږ يې نن لرو، د هغو ميړنيو سو غات او د هغه نسل سوغات دى چې د توپ په خوله والوزول شول خو ازاد ژوند يې وکړ اود ازادي په لاره کې يې سرونه ورکړل

هغه څه چې موږ يې نن لرو د ازادي او خپلوا کۍ د هغه روح د وام دي چې موږ ته رسيدلي ، نه دبل هيچا سوغات )

ډاکتر رهين دد موکراسي اود هغې دمولفو په باب په تفصيل سره خبري وکړي ، وروستۍ پنځه کلونه يې د اسيا په جنو ب کې دد موکراسي کلو نه وبلل او په هيواد کې يې دد مو کراسي د پيدايښت او ړنګيدو دورى وڅيړلې.

ډاکتر رهين په دغو خبرو کې په هيواد کې  دمشروطيت په بهير کې د عالمانو درول يادونه وکړل او دډيري ښې بيلګې په تو ګه يې په خاکي مشهور د مولوى عبدالروف کندهارى نوم واخيست ، ډاکتر رهين ددموکراسي په برخه کې کار کافي ونه باله او په يو ډول يې په رسنيو نيوکه وکړه چې هغوى خلکو ته دد مو کراسي په معرفى کولو کې بي پروايي کړې ده .

وروسته په افغانستان کې د يونسکو ددفتر رييس شييکرواى يوګي دسيمينار په نامه ددغې اداري پيغام ولو ست او ويې ويل : د موکراسي او ا زادي د افغانستان خلکو ته له بهر څخه نه ده را وړل شوى بلکې سل کاله مخکې د افغا نستان خلکو په خپله د مو کرا سي را منځته کړه

ده هم دد مو کراسي په رواجولو کې د عالما نو په رول باندې ټينګار وکړ او ويې ويل: په افغانستان کې دد مو کراسي ددوام په مقصد دبيان اورسنيو د ا زا دي ملا تړ کوي

 وروسته د مشرو طه غوشتنې د غورځنګ ديوه پياوړي شخصيت په خاکي مشهور د مولوي عبدالروف کندهار تابلو د ژورنالستو ښځو د اتحاديې د رئيسى ميرمن حبيبي له خوا اود هيواد د مشروطه غو شتنى دغورځنګ د يوه نامتو شخصيت عبدالهادي داوي تابلو ددغه ارواښاد د لمسې عبدالغفار داوى له خوا ډاکتر رهين ته ورکړي شوې

 په يونيوستياريزو کې د تار يخ د پرو فيسري ډاکتري سنزل نويدد  مرستيال په تو ګه دفيض الله جلال  اود ا طلاعا تو او فرهنګ و زارت د سلا کار جلال نوراني له ټا کل کيدو وروسته دغه را ز نن خپل کار ته د وام ورکړ

دسيمينار له غر مي وروسته غونډه کې لو مړى دشاه ا مان الله غا زى لور ميرمن انديا خبري وکړى او دد مو کراسي په برخه کې يې دشاه امان الله غازي د کړو وړ و ديوې برخې  په باره کې ر ڼا واچوله .

 وروسته  ډاکتر امين فرهنګ ، ډا کتر هاشم عصمت الهي ،څيړوندوى حبيب الله رفيع او څيړنوالې سيما رسولي په افغانستان کې د مشروطه غوشتنې اود مو کراسي دتګلوري په باب خپلې مقالى ولو ستلي

دغه راز دشاه امان الله غازى وراره کبير الله کبير سراج په روم کې له دغه پاچا سره د کتنې په باب خپلې خاطرې بيان کړي.

دسيمينار کار نن هم داوم لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته