کابل باختر دوري دمياشتې ٢١ نيټه :
د پروان ولايت په بګرام ولسوالۍ کې نن له غرمې وروسته په يوه ترافيکي پيښه کې شل تنه ټپيان شول.
د پروان ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند محمدعالم مخلص دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛ دغه کسان د بګرام ولسوالۍ په چيکل سيمه کې هغه وخت ټپيان شول کله چې د دوى د سپرلۍ موټر له يوه بار وړونکي موټر سره ټکر وکړ.
ده زياته کړه ټپيان په پروان ولايت کې د دوو خصوصي پوهنتونومحصلان وو.
د پروان ولايت د ملکي سل بستريز روغتون سرطبيب ډاکټر عبدالقاسم سنګين دغه روغتون ته د شلو تنو ټپيانو دلېږدولو خبر ورکړ او ويې ويل چې د دغو ټيپانو له جملې څخه دڅلورو تنو روغتيايي حالت خراب دى . پاى ذکرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ