امنیت

دغور دخيالي ګاردونو معاشونه وځنډول شول

کابل باختر دزمري يو ديرشمه :
دغور ولايت دپوهنې رياست دخيالي  کارکوونکو معاشونه وځنډول شول .
  دغور ولايت دپوهنې رييس خليل احمد مبارز په يوه خبري کنفرانس کې خبريالانو ته وويل چې په دغه اداره کې دخيالي  کارکوونکو معاشونه ځنډول شوي دي چې زياتره يې قراردادي ښوونکي او اجيران وو .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې دغور دولايتي شورا څو تنه غړي له لاس وښوونکو کسانو څخه دي چې دپوهنې په چارو کې ګوتې وهي او ددغې ادارې دکارونو خنډ کيږي .
ده وويل چې دغه کسان له دغې ادارې څخه په باج اخستنې، په غير قانوني  ډول دکارکوونکوپه استخدام په ټينګار  دهغو کسانودمعاشونو داخستلو او څارنې دبهير په مخنيوي  سربيره چې په دغو بستنوکې شتون نه لري  ددغه رياست په نورو چارو کې لاسوهنه کوي چې داکار په دې  اداره کې دکار د پرمختګ دخنډ اوځنډ  سبب شوى دى .
مبارز خبر دارى ورکړ که چيرې دغه کسان ددغه ولايت دپوهنې په چارو کې له لاسوهنې څخه لاس پرسره نه شي  نومونه به يې درسنيو له لارې  افشا شي .
  ختم_ شکريه _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته