کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢٥
دپنجشير ولايت دسفيد چهر د يو عالم او مجاهد په ملا ملنګ مشهور
ملا عبدالجليل د مړينې له امله د جمهوري رياست د لومړي مرستيال
مارشال محمد قسيم فهيم د ډاډګيرنې پيغام.
په ژور خپګان سره خبر شوم چې زړه سواند، عالم او مجاهد شخصيت په ملاملنګ مشهور ملاعبدالجليل د هغې ناروغۍ له امله چې ورپيښه شوې وه وفات شو او له فاني نړۍ څخه يې سترګې پټې کړې .
انالله و انااليه راجعون .
په دې وسيله دخپل ژور خپګان او ډاډګيرنې مراتب د ارواښاد کورنۍ او دوستانو او دپنجشير ولايت پتمنو خلکو ته وړاندې کوم او دلوى خداى (ج ) له در بارڅخه ارواښاد ته د فردوس جنت او پاتې کسانو دجميل صبر هيله کوم.
په ملاملنګ مشهور ارواښاد ملا عبدالجليل له هغو کسانو څخه وو چې دسره پوځ له خوا دافغانستان د اشغال له پيل سره جوخت له جهاد سره يو ځاى شو او دغې لارې ته يې دافغانستان دخلکو دجهاد او ملي مقاومت تر برياليتوب پورې دوام ورکړ . ارواښاد په دې موده کې تل دخپلو خلکو او مجاهدينو ترمنځ په په ارشاد
او تبليغ کې په پرله پسې ډول ارزښتناکه ونډه واخيسته او د دين او دخپلو خلکو دمبارزې مخکښ و چې په ايماندارۍ او عجز سره يې خپلې ټولې دندې ترسره کولې.
د ده خدمتونه تل زموږ خلکو ته هميشنۍ او تلپاتي دي.
زه په داسې حال کې چې ددغه ارواښاد مړينه يوه ضايعه بولم يوځل بيا د ده کورنۍ ته د ډاډګيرنې مراتب څرګندوم او دغه ارواښاد ته د فردوس جنت هيله کوم.
1 1 دقیقه لوستل