نړۍ

هند د سخت تودوخې او وچکالي له امله ځوريږي

نوى ډيلي  باختر د ثور  څلورمه :
څه د پاسه٣٣٠ مليونه تنه هندي اتباع يا د دغه هېواد څلورمه برخه وګړي د دولتي شمېرنو له مخې د سختې وچکالي له امله ګړيږي.د هند په زياترو ايالتونوکې د انسانانو، حيواناتو او د ځمکې دخړوبولو لپاره اوبه  نشته .
  دهند زياتره سيمې د وژونکې تودوخې د څپې له امله زيانمنې شوې او کابو ١٦٠ تنه په تېره بيا بزګران او هغه کسان چې په کرنيزو ځمکوکې کار کوي؛ وژل شوي دي.
د هند په نيمه وچه کې د اورښتونو فصل د جون په مياشت کې پيليږي او همدا اوس په سلګونو ټانکړونه هغوسيمو ته داوبو رسولو په لټه کې دي چې د وچکالي له امله اوبه پکې نه پيداکيږي. په ځينو سيموکې آن اورګاډي د اړتيا وړ اوبه رسولې، دغه کليوالي اوسيدونکي د اورګاډو له تمځايونو څخه له اوبو ډکو لوښو سره وځي.
د پرله پسې وچکالۍ له امله د ځمکې لاندې اوبوکچه هم ټيټه شوې ده .
زياتره څاګانې وچې شوې دي، سره له دې هم د سيمو اوسيدونکي هلې ځلې کوي چې د څاه ګانو په تل کې وروستۍ پاتې اوبه هم را وباسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته