نړۍ

په خيبر پښتونخواکې د يوولسو تنو وژل کيدل

پيښور- دان – باختر د غبرګولې دمياشتې ١١
د خيبر پښتونخوا ايالت په بېلابېلو سيموکې د سيمه ييز حکومت په انتخاباتو پورې په اړوند تاوتريخوالي کې تېره شپه هم څه ناڅه ١١ تنه د تانک او کوهاټ په ناحيوکې ووژل شول او څو تنه نور ټپيان شوي دي.
دپاکستان د ډان ورځپاڼې د خبرله مخې: دغه تاوتريخوالي د ناپيژندل شويو وسله والوکسانو له خوا د سيمه ييزو انتخاباتو د نتيجو د اعلام په بهيرکې چې د کټوونکى نوماند پلويان په جشن بوخت وو؛ رامنځته شو چې له امله اته تنه ووژل شول او څو تنه نور ټپيان شول.
په همدې حال کې د خيبر پښتونخوا ايالت د کوهاټ په سيمه کې د ډزو له امله درې تنه نور ووژل شول او پنځه تنه نور ټپيان شول.
په را رسيدلو خبرونو کې ويل شوي دي چې پرون هم په ورته بريدکې لس تنه ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته