امنیت

دملي اردو دځواکونو په عملياتو کې اته ويشت تنه ډار اچوونکي ووژل شول .

کابل باختر دوږي لومړي :
دملي دفاع وزارت مقامات وايي چې دهيواد په بيلابيلو سيمو کې دملي اردو دځواکونودچاڼيزو عملياتو په بهير کې اته ويشت تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
  دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ،  په دغوعملياتوکې چې  دهيواد ددښمنانو  دځپلو په مقصد  دننګرهار ولايت دحصارک  دپکتيا ولايت  دشواک ،  دپکتيکا ولايت د جاني خيلو او خوشامند  ، دروزګان ولايت دخاص روزګان ، او دهراود ، دقندهار  ولايت  دخاکريزاو دهلمند ولايت  دنوزاد  ، موسى قلعه او دخانشين دولسواليو په مربوطاتو کې ترسره شول  اته ويشت تنه ډار اچوونکي ووژل شول او پنځلس تنه نور ټپيان شول او پنځه تنه نور يې  ونيول شول .او ددښمن يوه اندازه  مهمات  او نور پوځي تجهيزات  او وسايط په عملياتو کې دشاملو ځواکونولاس ته ورغلى دى اودوسايطو ضد  په لسګونو  ماينونه  هم  کشف اوشنډ کړى شوي دي .
  ديوبل خبر له مخې ،  دملي اردو پنځه تنه عسکر  دامنيتي فعاليتونوپه بهير کې په واټونوکې دښخ کړى شوي ماينونو دچاودنې له امله شهيدان شوي دي .
  دملي دفاع وزارت مقاماتو  دامنيتي دندو  په بهير کې  ددغو عسکرو شهادت  تاييد کړخو دپيښو ځاى يې  نه دى مشخص کړى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته