امنیت

د حقاني شبکې يو تن قومآندان ووژل شو

پکتيا باخترد غبرګولي د مياشتې ۲۲ مه
په پکتيا کې د حقاني شبکې یو تن ځایي قوماندان د خپل منځي اختلافاتو له امله ووژل شو.
د پکتيا ولايت د امنيې قومندان توريالي عبدياني باختراژانس ته وویل چې تېره شپه د دغه ولايت د ځاځي اريوب ولسوالي پورې اړوند د روکيانو د درې په سيمه کې د حقاني شبکې ځايي قومندان ملا حیات مير د وسله والو طالبانو په خپلمنځي نښته کې وژل شوی دی.
د يادونې وړ ده چې دغه په تېرو څو ورځو کې د حقاني شبکې دویم مهم قومندان دی چې د وسله والو طالبانو ترمنځ د اختلافاتو له امله وژل کیږي. څو ورځې وړاندې د دغې شبکې مشهور قومندان کاکی وزیر هم د سېدکرم ولسوالۍ په جهاد کلي کې له خپلو ۱۱ تنو ملګرو سره وژل شوی وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته