امنیت

ديارلس تنه وسله وال مخالفين په بغلان کې ووژل شول

کابل باختر دثور ٢٩: دبغلان د ولايتي شورا رييس او د دغه ولايت يوشمېر اوسيدونکو له پوځيانو سره خپل ملاتړ څرګندکړ . د باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: د بغلان د ولايتي شورا رييس ډاکتر صفدر محسني پرون له غرمې وروسته له امنيتي ځواکونوسره د ملاتړ ډاډ ورکړ او ويې ويل چې بغلانيان به د دولت وسله والو مخالفينو ته د دې وخت ورنه کړي چې دغه ولايت ونيسي . د بغلان والي عبدالحي نعمتي د دغه ولايت دامنيت په تامينولوکې دخلکو ملاتړ اغيزمن وباله او يوځل بيا يې د بغلان ولايت له خلکو څخه وغوښتل چې د پخوا په شان د خپلو امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړي . دا په داسې حال کې ده چې همدا اوس امنيتي ځواکونو دمرکزي بغلان او په تېره بيا د نعمت تيپه دپوستې د شاو خوا سيمې د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکې کړې دي . د بغلان د امنيې قوماندانۍ د وياند د څرګندونوله مخې: په دغوعملياتوکې ديارلس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول يو تن ونيول شو او نولس تنه نور يې ټپيان شول . ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته