ورزش

مډال راوړونکي وستايل شول

کابل باختردلړم دمياشتې٢٣نيټه :  
په سمنګانو ولايت کې مډال راوړونکي وستايل شول .
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال دخبرله مخې: دوه تنه سمنګاني ورزشکارانو             د «وي.وي.ينا» او د شطرنج په څانګوکې چې په دې وروستيو وختوکې له نړيوالو       سياليو څخه د سرو زرو مډالونه ترلاسه کړي و، نن د سمنګانو ولايت د مشرتابه هيئت        له خوا وستايل شول.
د «وي.وي.ينا» ورزش د قدرت، استقامت او ځواکمنتيا په نامه ده او شطرنج چې يو فکري او دماغي ورزش دى له زياتو کلونو را په دېخوا په افغانستان کې رواج لري.
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه، د سمنګانو سرپرست وويل:
«د خوشحالۍ ځاى دى چې دغو ځوانانو په ډيرو لږو امکاناتو سره بريالي شول ښه وځليږي او وياړ ترلاسه کړي.»
دغه ځوانانو د نړۍ د ٥٠ هېوادونو د ورزشکارانو ترمنځ اتلوالي ترلاسه کړه.
دغه سيالۍ په اندونيزيا کې ترسره شوې وې او له افغانستان څخه اوو تنو ورزشکارانو
پکې ګډون کړى و چې د سرو زرو يو مډال، د سپينو زرو دوه مډالونه او د برونزو څلور مډالونه يې ترلاسه کړل.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته