– میدان ښار باختردلړم دمیاشتی ٢٠ :
دمیدان وردګوولایت دبهسودوولسوالۍدلومړۍ برخې د تنور د سیمې سربند او کانال چې چارې یې په ۱۳۹۴ کال کی پیل شوې وې، بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د دغه سربند او کانال چارې د سیندیزې فرعي حوزې د ریاست له لوري پرمخ وړل کېدې چې ۹،۲ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی او اړوند لګښت يې د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا تمویل شوی دی.
د تنور سربند او کانال به نهه سوه جریبو په شاوخوا کې ځمکه خړوبه کړي چې پخوا به دا اوبه ضایع کېدې او هیڅ ډول استفاده ورڅخه نه کېده.
د میدان وردګو والي انجنیر ځنډي ګل زماني د تنور د سربند او کانال د چارو له بشپړیدو څخه خوښي څرګنده کړه او له اړوند ریاست او ولسونو څخه یې مننه وکړه چې د دې سربند او کانال په رغاولو کې هلې ځلې کړي دي.
دغه راز ښاغلي والي دغه ډول پروژو ته ورته د نورو پروژو د پلي کولو ژمنه هم وکړه او له ولس څخه یې غوښتنه وکړه چې د بنسټیزو پروژو د تطبیق لپاره باید له دولت سره همکار واوسي ترڅو د پروژو امنیت تامین شي او په ښه ډول سره پلي شي.
0 1 دقیقه لوستل