فرهنګ

دبال جبرئيل او ضرب کليم ژباړنې نندارې ته وړاندې شوې .

کابل باختر د وږي څلورمه :
  دعلامه اقبال  لاهوري دوه ژباړل شوي اثار  په کابل ښارکې نندارې ته وړاندې شول .
  بال جبرئيل او ضرب کليم  دعلامه اقبال  لاهوري دوه کتابونه دي چې په تهران کې دافغانستان داسلامي جمهوريت دفرهنګي اتشه محمد افسر  رهبين له خوا په منظوم ډول  له اردو ژبې  څخه دري  ژبې  ته اړول شوي دي .
  دباختراژانس  دخبريال  دخبرله مخې،  دغه دوه اثار داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دمعينانو او رييسانو او په کابل کې دپاکستان داسلامي جمهوريت دسفير ، دايکو دفرهنګي  سازمان درييس او دنورو کورنيو او بهرنيو ، پوهانو او ليکوالو په شتون ،  دکابل په بابر شاه بڼ کې  دخداوند ګار بلخ دنړيوال سيمينار په پاى ته رسيدونکې غونډه کې پرانستل  شول .
په هغې غونډه کې  چې په همدې مناسبت جوړ شوې وه داطلاعاتو او فرهنګ وزارت اداري ، مالي  او ګرځندوى  معين زردشت شمس دخداوندګار بلخ  دسيمنيار په باره کې خبرې وکړې او دسيمنيار کاريې مثبت وباله او ويې ويل چې دهېواد دفرهنګي  شخصيتونو درناوى داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت يوه دنده ده او دغه وزارت دخداوندګار بلخ سيمينار دجوړولو  په خاطر  دايکو له فرهنګي سازمان  څخه  مننه کوي .
زردشت  شمس څرګنده کړه چې نن دعلامه اقبال لاهوري دوه مشهور اثار چې دهېواد دفرهنګي شخصيت محمد افسر رهبين له خوا له اردو  ژبې  څخه دري ژبې ته اړول شوي دي پرانستل کيږي  .
وروسته په دې غونډه کې دايکو دفرهنګي موسسې رييس ډاکتر افتخار حسين خبرې وکړې او داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دهمکارۍ او دافغانانو دميلمه پالنې له  امله يې مننه وکړه .
ده دايکو دغړو هېوادونو دعلمي فرهنګي شخصيتونو درناوى ددغه سازمان دپروګرامونو په سرکې وباله .
دغه راز په دې غونډه کې محمد افسر رهبين خبرې وکړې  او دعلامه اقبال لاهوري ددغو دوو اثارو په باره کې يې معلومات ورکړل .
په پاى کې  هغه سوغاتونه چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا برابر شوي و داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونودچارو دمعينې  پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي او ددغه وزارت  داداري مالي او ګرځندوى  معين زردشت شمس له خوا دهند ، پاکستان ،ايران او دتاجکستان له هېوادونو څخه رابلل شويو ميلمنو ته ورکړل .
دخداوندګار بلخ نړيوال سيمينار داطلاعاتو او فرهنګ وزارت په نوښت  او دايکو دفرهنګي سازمان اوبلخ ولايت دسرپرست عطامحمد نور  په همکارۍ ددريو ورځو لپاره دمزارشريف او کابل په ښارونوکې جوړ شو چې په هغه کې په لسګونو کورنيو او بهرنيو پوهانو او څيړونکو دمولانا دژوندانه ، اثارو او افکارو او په راتلوونکو نسلونو دهغو داغيزو اوددغه ادبې او فرهنګي شخصيت دژوندانه دنورو اړخونوپه باب مقالې ولوستلې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته