اقتصاد

د اووه ويشتو زرو ليټرو واکسين د ساتلو په ظرفيت يوه سړه خونه جوړه شوه

کابل – باختر د لړم دمياشتې ٥

د عامې روغتيا وزارت نن د حامدکرزي په نړيوال هوايي ډګرکې د واکسين دساتلو لپاره يوه سړه خونه پرانستله.

د عامې روغتيا وزارت د خپرونو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ:

دغه سړه خونه په يوه وخت کې د ٢٧ زرو ليټرو واکسين د ساتلو ظرفيت لري. دعامې روغتيا وزير ډاکتر فيروز الدين فيروز د دغې سړې خونې د پرانستلو په وخت کې وويل: کله چې واکسينونه په کابل کې د حامد کرزى نړيوال هوايي ډګر ته رسيږي؛ د ځينو ستونزو له امله په سملاسي ډول ملي سړوخونو ته د هغو د ليږدولو امکان نشته او په پرانستې فضا کې پاتې کيږي او د تودخې د ټاکلې درجې د نشتوالي له پلوه خونديتوب يې له خطر سره مخامخ کيږي، اوس نه يواځې دغه ستونزه لرې شوې ده؛ بلکې د کافي واکسينونو د ساتلو ظرفيت هم لري.

د عامې روغتيا وزير زياته کړه: د دغې سړې خونې په جوړولو سره واکسيناسيون د سړو ځنځير ظرفيت په مثبت ډول لوړيږي او اوس موږ کولاى شو په ټول هيواد کې د واکسيناسيون د ورځې پروګرام درې مياشتې اړتيا د دغې سړې خونې له زيرمې څخه لرې کړو.

دغه سړه خونه د ١٥٠ زرو امريکايي ډالرو په لګښت په يو کال کې جوړه شوې ده او د سړو په تولو ځنځيري وسايلو سمباله ده چې مالي لګښت يې د يونيسف د ادارې له خوا ورکړ شوى دى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته