کابل باختر د چنګاښ دريمه :
پوليسو يوسړى ونيوه چې ويل کېږي دسوک وهنې دفدراسيون دسکرتر جنرال حميد الله حميدي په وژلو کې يې لاس درلود .
حميد الله حميدي پرون دکابل ښار ددريمې ناحيې په ساحه کې په ډزو سره ووژل شو .
دکابل دامنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز باختراژانس ته وويل: نيول شوى سړى قيس نومېږي چې پرون يې له حميدي سره لفظي شخړه کړې وه .
دسوک وهنې سکرتر جنرال حميد الله حميدي دکابل ښار په درېمه ناحيه کې دمالياتو دراټولولو مسوول و .
ددغه سړي وژنې دجرمي پيښو له امله دکابل داوسېدونکو اندېښنه زياته کړې ده . ختم_ شکريه_اکرم