سیاست

ګلاب منګل استجواب شو

کابل – باختر د تلې دمياشتې يوولسمه
د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو د چارو د وزير د استجواب په ترڅ کې د کندز د موضوع په باب د استازو له خوا خبرې وشوې.
په دې غونډه کې په کندزکې د پوځي پرمختياوو په باب خبرې وشوې او د خلکو استازو د کندز د حالت  او د کندز ښار د اوسيدونکو د ستونزو د څيړنې په باب خپلې نظريې څرګندې کړې.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
په دې غونډه کې چې د ولسي جرګې د رييس عبدالرووف ابراهيمي په مشرۍ جوړه شوه، د دغې جرګې رييس په کندزکې د بدلونونو په باب معلومات ورکړل او ويې ويل: افغان ځواکونه په کندز ښارکې د پرمختګ په حال کې دي او د جګړې په بهيرکې د ښار په يو شمېر سسيموکې اورلګيدلى دى او بايد د اور وژنې ځواکونه د اور په وژلو اقدام وکړي.
د زابل د خلکو استازي حميدالله توخي د دښمن له خوا د کندز د نيول کيدو علت د چارو د مسوولينو بې پروايي وبلله او څرګنده يې کړه: که چيرې د دښمن د پروګرامونو په وړاندې دغه شان بې پروايي دوام ومومي؛ د هيواد نور ولايتونه به هم د له لاسه ورکولو تر خطر سره لاندې ونيول شي.
توخي زياته کړه: هغه طالبان چې د هيواد د ځواکونو پرخلاف جنګيږي؛ بهرني اتباع دي او هغوى د افغان طالبانو په ملاتړ د هيواد د ويجاړولو او د خلکو د وژلو په خاطر هلې ځلې کوي.
ده وويل: دا زموږ دنده ده چې دلته لاس تر زني کښيې نه نو او ټول د کندز خلکو مرستې ته ور ودانګو .
دغه راز د سرحدونو قومونو او قبايلو د چارو وزيرمحمدګلاب منګل د پلخمري ښار د ډنډ غوري د سيمې له قومي مشرانو سره د لاسليک شوي تفاهم ليک په باب د خلکو استازوته څرګندونې وکړې او په دې اړوند يې د خلکو د استازو پوښتنو ته يې ځوابونه وړاندې کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته