امنیت

په قندهارکې د اتو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

کابل باختر د کب دمياشتې  ٧ :
په قندهار ولايت کې اته تنه وسله وال طالبان د نويوجګړو په بهيرکې ووژل شول.
دغه جګړې تېره شپه او نن سهار د سپين بولدک او پنجوايي په ولسواليوکې رامنځته شوې دي.
د قندهار ولايت يوه امنيتي مقام باخترآژانس ته وويل: په دغو جګړوکې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل: دغه جګړې د طالبانو له خوا د امنيتي ځواکونو د سپرلۍ په کاروان  له بريد وروسته رامنځته شوې.
ويل کيږي په دغو جګړوکې  سرتيرو او د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته