نړۍ

په لبنان کې دحزب الله د ډلې په پوستې بريد .

بيروت نيوز نور باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٦ :
  دلبنان د  ختيځ په  صبويا سيمه کې  دحزب الله دځواکونو قرارګاه او امنيتي پوستې ته څيرمه په  يو موټر کې دايښودل شويو بمونو د چاودني له امله څو تنو
ته مرګ ژوبله واوښته .
دخبري منابعو دخبرله مخې :   دحزب الله ځواکونو تکفيري تندلارو ته اجازه  ورنه کړه چې خپل ماموريت ترسره  کړي .
ددغه خبرله مخې  :  د حزب الله ځواکونو چې دموټر چلوونکي دمشکوکو تحرکاتو شاهد و په  ده  ډزې وکړې او ښايي چې دا کار د موټر د چاودنې سبب شوي  دي .
مخکې له دې هم  دوه  مشکوک موټرونه  په دې سيمه کشف او درول شوي وو
عيني شاهدانو وويل چې له دغې چاودنې وروسته په سيمه کې ډزې  هم وشوې .
تراوسه پورې ددغې پيښې له امله داحتمالي مرګ ژوبلي   ددقيق شمير په  باب     خبر نه دى ترلاسه  شوى .
دا په داسې حال کې ده  چې دلبنان ملي خبري آژانس په  دې تروريستي اقدام کې د يو زيات شمير لبنانيانو دمرګ ژوبلې داحتمال خبر  ورکړى دى .
د روان کال دليندۍ دمياشتې په ديارلسمه نيټه هم دبيروت ښار په جنوب کې دحزب الله په يو کلک مقر بريد شوى و چې له امله يې د دغې ډلې يوجګپوړى قوماندان حسن القيس‌‌‌‌‌  ووژل شو .
ديادونې وړ ده چې تيره مياشت هم ځانمرګو يرغلګرو  ځان په لبنان کې د ايران دسفارت ودانۍ ته  څيرمه وچاوه  چې له امله يې درې ويشت تنه  ووژل شول .
ددغه بريد مسووليت دالقاعده ډلې منلى و او ويلي يي و چې دغه  بريد يي دسوريي له جمهور رييس بشارالاسد سره دحزب الله د ډلې دملاتړ په ځواب کې
کړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته