امنیت

پنځه ويشت تنه طالبان ووژل شول

کابل باختر دغويي دمياشتې ١٨ نيټه :
پنځه ويشت تنه طالبان په فارياب ولايت کې  د واحد هدف د پوځي عملياتوپه بهيرکې ووژل شول.
د فارياب ولايت  د امنيې قوماندانۍ وياند کريم يورش  باخترآژانس ته وويل چې؛ دغه پوځي عمليات پرون د فارياب ولايت  په المار ولسوالۍ کې  پيل شوي دي  او تر اوسه  پورې دوام لري چې په نتيجه کې  يې  د قاري اسدالله ، قاري امان الله  او د مولوي عزيزالله په نومونو  د وسله والوطالبانو  د دريو تنو سيمه يېزو قوماندانانو په ګډون  ٢٥ تنه وسله وال طالبان  ووژل شول   او ١٧ تنه نور  ټپيان شول.
يورش زياته کړه؛  دغه عمليات هغه وخت پيل شول  چې تېره اوونۍ د اسلامي جمعيت قوماندان  جنرال فاروق قاطع دالمار دچغاتک په سيمه کې د طالبانو له خوا شهيد کړاى شو.
ده وويل ؛  هغه سيمې چې پخوا په دغې و لسوالۍ کې د طالبانو ترادارې لاندې وې  په  بشپړه توګه د طالبانو له شتون څخه پاکې شوې دي .
ويل کېږي  په دغو عملياتو کې يو وګړنى پاڅون کوونکى شهيد او دوه تنه پوليسان ټيپان شوي دي.
د يو بل خبرله مخې ؛ د فارياب ولايت  د بلچراغ ولسوالۍ  دکوريان په  سيمه کې لس امنيتي پوستې تېره شپه د طالبانو له خوا ونيول شوې او د دغو پوستو د بېرته نيولو لپاره کومکي ځواکونه سيمې ته استول شوي دي. پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته