امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان ونيول شول

کابل باختر دکب څلورمه :
شپږ تنه وسله وال طالبان تېره شپه د ملي اردو د خاصو ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ونيول شول .
دملي دفاع وزارت د ويندوى  مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: دملي دفاع وزارت د خاصو عملياتو د فرقې ځواکونو د ډار اچوونکو د ځپلو په لاره کې د ننګرهار ولايت دغني خيلو ولسوالۍ په مربوطاتوکې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې شپږ تنه وسله وال طالبان چې دورانکارو او تروريستي فعاليتونو دترسره کولو نيت يې درلود؛ ونيول شول .
په دغو عملياتوکې يوولس ميله سپکه وسله، د درندو وسلو يوه اندازه مهمات او نور پوځي تجهيزات او وسايل هم ترلاسه شوي دي.
ديوبل خبر له مخې: اووه پنځوس ماينونه چې نوى د وسله والومخالفينو له خوا د تروريستي او ورانکارو فعاليتونو په خاطر د هيواد په بېلابېلو سيموکې ځاى پرځاى کړى شوي و؛ د ملي اردو د ځواکونو د امنيتي دندودترسره کولوپه بهيرکې کشف اوشنډ کړى شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته