امنیت

دوه تنه ډار اچوونکي په قندهارکې ووژل شول

کابل/ باختر/ د غويي د مياشتې ١٨
دوه تنه ډاراچوونکي د قندهار ولايت په شاوليکوټ ولسوالۍ کې له امنيتي ځواکونوسره په نښته کې ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ.
د هيواد په جنوب زون کې دوه تنه ډاراچوونکي ووژل شول .
د قندهار ولايت د شاوليکوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې دوه تنه ډاراچوونکي ووژل شول .
دغه راز په عملياتو کې شاملو ځواکونو وکولاى شول دوه ډول ډول ماينونه کشف او شنډکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته