امنیت

په کابل ښارکې دوه غيرقانوني سيم باکس دستګاوي کشف شوي

کابل باختردثور دمياشتي١٨ نيټه :

دمخابراتو اومعلوماتي تکنالوژي وزارت دسيم باکس ددوو دستګاو دکشف  او ضبطولو خبرورکړ چې دکابل ښار په مربوطاتو کې دغيرقانوني مخابراتي  خدمتونو په وړاندې کولو لاس پورې کاوه .

دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې دمخابراتو اومعلوماتي تکنالوژي وزارت دمخابراتي خدمتونو دتنظيم داداري مرستيال انجينر خيرمحمد فيضي  چې  نن يي په يوه خبري غونډه کې خبرې کولي څرگنده کړه دسيم باکس دغه دوه دستګاوي چې دڅلورشپيته او اته سيم باکس په ظرفيتونو دي دغيرمسوولو  اوناوړه استفاده کوونکو اشخاصو له  خوا دکابل ښار دپنځمې اولسمې ناحيي په مربوطاتو کې داستوګنې په سيمو کې ځاى پرځاې اودبهرنيو اوکورنيو مخابراتي خدمتونو په مقصد ورڅخه  استفاده کيدله داړوندو موظفينو له خوا له مربوطو وسايلو اوتجهيزاتو سره کشف اوضبط شوي.

ده زياته  کړه  ددغو دستګاوو په کشفولو سره دوه تنه چې ددغو دوو دستګاوو تخنيکي چاري پرمخ بيولي  ونيول شول چې يو يي دقرغزستان تبعه او بل يې افغان دى  عدلي اوقضايي  مراجعو ته معرفي شوي دي.

دمخابراتي خدمتونو دتنظيم اداري دڅلورو کلونو په بهيرکې په مرکز اتو ولايتونو کې دسيم باکس درې څلويښت دستګاوي کشف او دهغو دغيرقانوني فعاليت مخه  نيولي ده چې ددولت اومخابراتي شرکتونو دمالي زيانونو سبب کيږي .

دفيضي دڅرگندونوله مخې ښايي دغه فرصت غوښتوونکي  اشخاص له دغه دستګاو څخه په حساسو امنيتي  برخو کې هم استفاده  کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته