سیاست

جمهورريیس غني د ملګرو ملتونو غونډه کې د داخلي بېځایه شویو ستونزو ته د رسېدګۍ په اړه خبرې وکړې

– کابل / د ليندۍ ١٤مه /باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمداشرف غني پرون مازیګر په هغه غونډه کې چې د ملګرو ملتونو سازمان د داخلي بېځایه شویو ستونزو ته د رسېدو په موخه جوړه کړې وه او مېرمن فدریکا موګرینې یې چارې مخته وړلې، ګډون او وینا وکړه.
د جمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په یاده غونډه کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې وشوه، د جنګ له امله د بېځایه شویو او د هغو ننګونو او حل لارو په اړه چې افغانستان او د نړۍ ټول هیوادونه ورسره مخ دي، بحث او خبرې وشوې.
همداراز د بېځایه شویو ستونزو ته د رسېدو په برخه کې د ملي پالیسۍ د لومړیتوب او هغو عواملو په اړه چې د داخلي بېځایه کېدو سبب ګرځي، هم بحث وشو.
جمهورريیس غني په دې غونډه کې په افغانستان کې د داخلي بېځایه شویو د لاملونو او د هغو د منفي اغېزو په ځانګړي ډول اقتصادي برخې په اړه، خبرې وکړې.
جمهورريیس وویل، زموږ په ټولنه کې غوښتنه، تعهد او ټولنیز ظرفیتونه باید موجود اوسي، چې د داخلي بېځایه شویو د عواملو پر ضد مبارزه وشي.
نوموړي په دې اړه چې څه ډول دغې مسئلې ته د ملي لومړیتوب په توګه وګورو او هغه په خپلو لویو ملي برنامو کې شامل کړو، ټینګار وکړ ويې ویل، باید له دغې پدېدې سره د سم چلند په خاطر خپل انساني او سیاسي ظرفیتونه په نظام کې پیاوړي کړو.
د هیواد جمهورريیس د بېځایه شویو ستونزو ته د اوږد مهالې او لنډ مهالې رسېدګۍ پر پلانونو خبرې وکړې ويې ویل، باید اصلي لاملونه یې وپېژنو او اساسي رسېدګي ورته وکړو.
جمهورريیس غني په افغانستان کې د اقلیم د احتمالي تغییراتو په اړه خبرې وکړې ويې ویل، په راتلونکي کې امکان لري چې په سویلي اسیا کې د اقلیمي تغییراتو له امله سل میلیونه خلک، ګډوال شي.
د هیواد جمهورريیس د وچکالۍ د څرخ په اړه هم خبرې وکړې او هغه یې د داخلي بېځایه کېدو یو لامل وباله ويې ویل، طبعي خبره ده چې جنګ او تاوتریخوالی هم د دغې معضلې مهم فکټورونه ګڼل کېږي.
جمهورريیس په دې غونډه کې له دغې ننګونې سره د مبارزې لپاره پر منظمو برنامو او تګلارو خبرې وکړې ويې ویل، مهمه مسئله د دغې پدېدې د اصلې رېښو درک دی او موږ باید د ملت او د سیمې او بین المللي ټولنې غړو هیوادونو په توګه هغه عوامل چې له امله یې خلک داخلي بېځایه کېدو ته اړېستل کېږي، درک کړو او په خپلو اوږد مهالو سیمه ییزو او بین المللي پالیسیو کې یې پر ضد چلند ته ځای ورکړو.
جمهورريیس غني ټینګار وکړ، د دغې نړیوالې پدېدې پر ضد د حل لارو ترلاسه کولو په موخه باید په منسجمه او متحده توګه چلند وشي، هر هیواد کولی شي د دې پدېدې داخلي عواملو پر ضد هڅې وکړي، خو باید په دې برخه کې زموږ ستراتېژي له سیمې ور اخوا نړیوالې وي.
د غونډې په پای کې، د داخلي بېځایه کېدو ستونزې څخه د ښځو پر زیانمېدو د خبرو پر مهال ټینګار وشو، د ټولنې د مهم قشر په توګه دې د دوی غږ، دېته په پام چې دغه قشر جنګونو، تاوتریخوالي او د کرونا ویروس خپرېدو هم اغېزمن کړی، واورېدل شي.
پاى- ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته