ښوونه او روزنه

بيا هم په تخار کې دښوونځی نجونې مسمومې شوې .

کابل باختر  دغبرګولي  ١٣

  دتخار ولايت دبشير اباد دنجونو دليسې پنځه پنځوس تنه زده کوونکي نن سهار مسمومې  شوې .

 دا څلورم ښوونځې دي چې ديوې مياشتې په بهير کې زده کوونکي يې مسموميږي   دتخار ولايت دپوهنې ويندوى جان محمد نبي زاده باختر اژانس  ته وويل دسهار په  اتو بجو دښوونځې په انګړ مسموونکي مواد وښيندل  شول چې پنځه پنځوس  تنه زده کوونکي مسمومې شوې .

 ده وويل تراوسه  نه ده مشخصه شوي چې کومو کسانو څه ډ ول مسموونکي توکي په ښوونځې کې ښيندلي دي

  دپوهنې وزارت دمطبوعاتو مسوول عبدالغفورغفراني  هم دغه پيښه تاييده کړه او وي ويل پنځه ديرش تنه مسمومې شوي دي او دغه راز پوليس دپيښې دعلت دڅيړنې په خاطر سيمي ته تللي دي .  ده زياته کړه زده کوونکي دامنيتي ځواکونو او دهغوي دمشرانو له خوا  روغتون ته ليږدول شوي دي او تر درملنې لاندي دي

 داپه داسي حال کې ده چې په دووښوونځيو   برسيره  تيره اوونۍ د آهن درى د نجونو دليسې اته اتيا تنه زده کوونکي مسمومې  شوي وې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته