ټولنه

دابو ديوه کانال دجوړولو دکار پيل.

کابل- باختر د وږي دمياشتې ١٣
په لوګر ولايت کې داوبو ديو کانال دجوړولو کار نن پيل شو.
دلوګر والي محمد حليم فدايي دباختر آژانس خبريال ته وويل :دغه کانال دنړيوال بانک له خوا دڅه ناڅه سلو مليونو افغانيو په لګښت دانرژى او اوبو وزارت تر څارنې لاندې په يو کال کې جوړيږي چې ددغه کانال دجوړولو کار دخواجه افضل دکلي له ساحې څخه پيل او دلوګر ولايت په مرکز پورې اړوند شش قلعه په کلي کې پاى ته رسيږي.
ده وويل: ددغه کانال اوږدوالى يو اعشاريه درې سوه کيلومتره او سوريې پنځه متره دى .
ده څرګنده کړه ددغه کانال په جوړولو سره په لسګونو هکتاره ځمکه خړوبيږي او دغه راز دسيمې ځوانانو ته هم دکار زمينه برابريږي .
داپه داسې حال کې ده چې دکليو دبياجوړولو او پراختيا وزارت په روان کال کې دشپاړلسو کانالونو دجوړولو کار پيل کړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته