امنیت

په کندز کې طالبانو ته دسر زيان اوښتى دى.

کابل باختر دوږي دمياشتې دريمه نيټه  :
نهه تنه وسله وال طالبان په کندز ولايت کې  دهوايي بريدونو په بهيرکې ووژل شول.
په دغو وسله والو طالبانو نن سهار دامام صاحب  او دشت ارچي په  ولسواليو کې بريدونه شوي دي.
دکوماندو دځواکونو يو قوماندان  باخترآژانس ته وويل  چې په دې بريدونو کې  نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دهغوى درې پټنځي هم  له وسلو سره يې له منځه وړل شوي دي.
ويل کيږي په دې بريدونو کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته