امنیت

پنځلس تنه داعشيان په نويو بريدونو کې ووژل شول

کابل باختردوږي دمياشتې٢١نيټه : 
پنځلس تنه داعشيان د هېواد  په  ختيځ کې د ځانګړو ځواکونو په  نويو بريدونو کې ووژل شول  .
په دغو ډاراچوونکو له تيرې شپې څخه تر نن سهار پورې دننګرهارولايت په  ځينو سيموکې هوايي او ځمکني بريدونه وشول.
دهېواد په ختيځ کې دسيلاب قول اردو يو قوماندان باخترآژانس ته وويل چې له تيري شپې څخه په نويو بريدونو کې ١٥تنه داعشيان ووژل شول.
ده وويل ؛ په دغو داعشيانو دخوږياڼيو ، کوټ ، اچين او دهسکې مينې په ولسواليو کې ددوى په سنګرونو  بريدونه وشول .
درارسيدلو خبرونوله مخې، په دې هوايي  او ځمکنيو بريدونو کې  له ټولو جنګي وسايلو سره يې دداعشيانو څو مرکزونه او پټنځي دړې وړې شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانو په ننګرهارولايت کې ديولړ چاودنو لپاره دوسله والو طالبانو طرحه ناکامه کړه .
امنيتي مامورانو نن سهار دننګرهار ولايت له ګڼ ميشتولارو څخه ٦ ماينونه کشف اوشنډکړل.
ددغو ماينونو په اړوند څوک نه دي نيول شوي  .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانو په ننګرهارولايت کې  دجنګي وسايلو ديوې ډيپو په کشفولو بريالي شول.
له دغې ډيپو څخه چې په اچين ولسوالۍ کې  د ډاراچوونکو په يوه پټنځي کې ساتل کيده يو شمير سپکې او درندې وسلې ترلاسه شوي دي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته