کابل – باختر دزمرى دمياشتې ٢٥
څو شيبې مخکې دکابل دپامير سينما په ساحه کې چاودنه وشوه چې له امله يې ديو موټر له ويجاړيدو پرته مرګ ژوبله نه ده اوښتي .
دباختر آژانس خبريال چې د پيښې ساحه يې کتلې ده وايي چې دغه پيښه په يولنډ کروزر موټر کې ديو چسپي بم دچاودنې زيږنده ده .
موټر په يوه سوداګر پورې اړه لري چې د چاودنې په وخت کې په خپله موټر کې و خو ده ته زيان نه دى اوښتى .
ده وويل : له وخت څخه مخکې دى چې ووايم چې ددغې پيښې انګيزه څه ده .
دې په دې پيښه کې يو ورانکار فعاليت او يا دشخصي ستونزې دشتون امکان نه بولي خو دڅيړنې په دوام باندې ټينګار کوي.