لندن باختر د چنګاښ شپاړسمه
دسوريي دجمهوري رياست دګارد يو قوماندان جنرال مناف کلاس له دغه هيوادڅخه ووت او فرانسې ته روان شو.
دغه افسر دسوريي دجمهور ر ييس بشارالاسد نږدي شخص دي او دده پلار مصطفي کلاس دبشار الاسد دپلار حافظ الاسد دجمهوري رياست په وخت کې دسوريې ددفاع وزير و چې دي ، داسد دکورنۍ يو پلوي اونږدي دوست بلل شوي دي .
له سوريې څخه دمناف کلاس دوتلو دليل نه دي څرګند شوي خو ويل شوي چې دي دخلکو له اعتراض حرکت سره دبشارالاسد د تاوتريخوالي دحرکت مخالف دي .
سوريه له ١٦ مياشتو راپديخوا ددولتي ځواکونو او مخالفينو ترمنځ دتاوتريخوالي ډګر دي .