میمنه/ باختر/ د وږي ۱۲ مه
اته تنه وسله وال طالبان د فاریاب ولایت په دوو ولسوالیوکې د افغان پوځیانو په هوایي بریدونوکې ووژل شول .
د ۲۰۹ شاهین قول اردو مطبوعاتي مسوول باختر آژانس ته وویل چې دغه هوایي بریدونه تېره شپه د فاریاب د غورماچ او شرین تګاب په ولسوالیوکې وشول چې له امله يی پنځه تنه طالبان په غورماچ ولسوالۍ او درې تنه نوريې د شرین تګاب ولسوالۍ د کوه صیاد په سیمه کې ووژل شول .
په دغو عملیاتوکې پنځه تنه نور طالبان ټپیان شول .
ختم سعیده
1 د یوې دقیقې څخه لږ