کابل باختر د لړم دمياشتې اتلسمه :
دبريتانيا دسلطنتي سمندري ځواکونو يوعسکر د يو افغان ټپي طالب د وژلوپه جرم مجرم پيژندل شوى دى .
دا لومړي ځل دى چې دبريتانيا دسلطنتي سمندري ځواکونويوعسکر دافغانستان د جګړې په اړوند ددغه شان يوجنايت د ترسره کولو له امله مجرم پيژندل کيږي .
دخبرونو له مخې: دغه پيښه په ٢٠١١ ميلادي کال کې په هلمند ولايت کې رامنځته شوې وه.
دبريتانيا يوې پوځي محکمې دووتنو نوروسرتيرو ته چې په دې پيښه کې د لاس لرلوتورپرې لګول شوى و؛ پرون برائت ورکړ.
0 د یوې دقیقې څخه لږ