خبرونهورزش

په کندز کې د فوټسال سیالۍ پيل شوې

کابل / د سلواغې ۲۶مه /باختر
په کندز کې د فوټبال او فوټسال د ورزشي پروګرامونو د پیلولو پردوام د دغه ولایت د فوټبال فدراسیون د ځوانانو ترمنځ د فوټسال سیالیو د پیل خبر ورکړ.
د کندز د پوهنې ریاست ورزشي آمر او د فوټبال فدراسیون مسوول ذبیح الله دقیق باخترآژانس ته وویل چې د دغه شان پروګرامونو د جوړولو هدف د زده کونکو او ورزشکارانو هڅول او په ښوونځیو کې د ورزش بنسټیزکول دي.
هغه زیاته کړه چې دغه سیالۍ په حذفي ډول د شیرخان عالي لیسې، مولوي سراج الدین شهید، غازی خان، حضرت علي، سعادت، لمر، غلام رسول شهید، خواجه مشهد او رستاق آباد ټیمونو په دې سیالیو کې شامل دي.
د یوبل خبرله مخې، د کندز فوټبال لیګ د تګ راتګ سیالیو پر دوام د عقابان پامیر او اسمایي ټیمونو وکولای شول خپلو سیالانو ته ماتې ورکړي او د دغه لیګ راتلونکي پړاو ته لاره ومومي.
د کندز د فوټبال فدراسیون مسوول ذبیح الله دقیق د دغوسیالیو د ترسره کولو هدف ورزش ته د ځوانانو هڅول او د افغانستان د غوره لیګ سیالیو کې د ګډون په خاطرښه تیاری وباله.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته