امنیت

يوه درې کسيزه ډله غله په پروان کې ونيول شول

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٣٠ :
دپروان ولايت دبګرام ولسوالۍ په مربوطاتو کې دپوځيانو په ګډو عملياتوکې يوه درې کسيزه ډله وسله وال غله ونيول شول .
د پروان ولايت دامنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول محمدسليم نوري دباختر آژانس خبريال ته وويل چې د بګرام ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ملي اردو، ملي امنيت او د ملي پوليسو په ګډو عملياتوکې درې تنه وسله وال طالبان چې دغلا  په زياترو قضيوکې يې لاس درلود؛ ونيول شول.
نوري وويل چې نيول شوي کسان دکابل ولايت د پغمان ولسوالۍ اوسيدونکى شير، د قره باغ ولسوالۍ اوسيدونکى ملک او د بګرام ولسوالۍ اوسيدونکى کوچى دي  .
د يادونې وړ ده چې د روان کال له پيل څخه تراوسه پورې څه ناڅه٥٠ تنه مجرمين د پروان ولايت دامنيتي ځواکونوله خوانيول شوي او دقانون منګولو ته سپارل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته