امنیت

په روزګان ولايت کې دطالبانو په بمي بريد کې اته تنه شهيدان شول .

کابل باختر  دزمري  ديرشمه :
په روزګان ولايت کې دبم په چاودنه کې دپوليسو دشپږ و تنو کارکوونکو په ګډون اته تنه شهيدان شول .
دغه بم دخاص روزګان ولسوالۍ دسيمه ئيزو پوليسو دقوماندان ملا صمد په کورکې ايښودل شوى و او پرون کله چې دى له دندې څخه کور ته ستينده وچاوديد.  دروزګان ولايت امنيه قوماندان جنرال توريالي عبدياني  دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې پيښه کې دپوليسو شپږ تنه کارکوونکي اودسيمه ئيزو پوليسو دقوماندان ملا صمد دوه تنه کوچني ماشومان شهيدان شول .
ده وويل چې دغه بم دملا صمد کورته  څيرمه ځاى پرځاى کړى شوى و خو دخاص روزګان په ولسوالۍ کې يوسيمه ئيز مسوول وايي چې طالبانو تر ځمکې لاندې پټې لارې په جوړولو سره دپوليسو ددغه مسوول په کور کې بم ځاى پرځاى کړى و. 
ويل کيږي چې په دې پيښه کې په خپله ملا صمد ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته