امنیت

په هلمند کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته

کابل/دمرغومي۲۲مه/باختر
د ۲۱۵ میوند قول اردو مسوولین وايي چې د هلمند د نهرسراج ولسوالۍ په یخچال سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې څلور طالبان وژل شوي دي.
نښته پرون ناوخته هغه مهال رامنځته شوه چې د ملي اردو ځواکونه په یخچال سیمه کې پر ګزمه بوخت وو.
د ۲۱۵ میوند قول اردو ویاند عبدالقدیر بهادرزي باختر آژانس ته وویل چې په نښته کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور یې ټپیان شوي دي.
ویل کېږي په نښته کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته