ټولنه

په کاپيسا کې ١٠ تنه په ترافيکي پېښه کې ټپيان شول

کابل/د مرغومي ۲۲ مه/باختر
په کاپيسا کې د يو مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله ١٠ تنه ټپيان شول.
د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند شايق شورش د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه ترافيکي پېښه د واورې د اورښت له امله د نجراب ولسوالۍ په سولاتک غاښي کې  رامنځته شوه چې په پايله کې يې ١٠ تنه ټپيان شول.
هغه وويل چې د پېښې ټپيان د کاپيسا ولايتي روغتون ته ولېږدول شول او د درېيو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى.
ختم- عطاالله – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته