خبرونهامنیت

دولس طالبان په قندهار کې ووژل شول

کابل / د مرغومي لومړۍ / باختر
دولس وسله وال طالبان په قندهار کې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شول.
دغه جګړه تېره شپه هغه وخت ونښته چې وسله والو طالبانو په ژيړي ولسوالۍ کې پر يوې امنيتي پوستې يرغل وکړ.
د هېواد په جنوب لوېديځ کې د ميوند قول اردو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په جګړه کې ١٢ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ د وسله والوطالبانو د يرغل په وخت کې د هېواد هوايي ځواکونو پر يرغلګرو بريد وکړ.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې څه نه دي ويلي.
ختم- ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته