امنیت

شپږ طالبان په قندهار کې ونیول شول

کابل / د وري ۱۱مه / باختر

صفر درې قطعې د قندهار ښار په لومړۍ، دویمې او پنځمې حوزو په مربوطاتو کې شږ وسله وال طالبان ونیول.

له (۰۳) قطعې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې یادو کسانو په قندهار ښار کې پر هدفي وژنو سربېره له ایران او پاکستان څخه چاودېدونکي توکي هم رالېږدول.

سرچینه زیاتوي چې له چاودېدونکو توکو څخه به یې بوشکې او نښلیدونکي ماینونه جوړول چې په قندهار ښار کې به یې دولتي کسانو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او خبریالانو ته په لارو او موټرو کې ځای پر ځای کول.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته