سیاست

د سولې خبرې بيا هم په دوحه کې ترسره کېږي

کابل / د مرغومي ٨مه /باختر
د افغانستان د دولت مرکچي هيئت د راتلونکې اوونۍ د سه شنبې په ورځ د سولې د خبرو د دويم دورې د پيل لپاره د قطرپايتخت ته ځي .
د باختراژانس د خبرله مخې ؛ د ملي روغې جوړې د شورا وياند فريدون خوزون رسنيو ته وويل: د سولې ټولو مرستندويو هېوادونو وړانديز کړى او ملاتړ يې کړى دى چې د خبرو دويمه دوره هم په دوحه کې پيل شي .
د افغانستان د اسلامي جمهوريت مرکچي هيئت د مرغومي په ١٦ نيټه دوحې ته ځي چې له طالبانو سره د خبرو دويمه دوره پيل کړي .
دغه راز د افغانستان د جمهوري رياست د عامه او ستراتيژيکي اړيکو د ادارې رييس وحيد عمر په يو تويت کې ويلي دي چې د هېواد جمهور رييس د مرکچي هيئت د رييس او د ملي روغتې جوړې د عالي شورا د رييس په غوښتنه او د نړيوالو ملاتړکوونکي ډلې په سلامشورې سره د خبرو په دويمه دوره کې د تعطيل د مخنيوي په مقصد موافقه وکړه چې د خبرو راتلونکې دوره هم په قطر کې ترسره شي.
له دغو څرګندونو مخکې ارګ په يوخبرپاڼه کې وويل چې جمهور رييس محمد اشرف غني او د ملي روغې جوړې د عالي شورا رييس عبدالله عبدالله د سولې د خبرو د راتلونکي پړاو د ځاى او وخت په اړه خبرې کړې دي.
هيله کېږي چې د افغانستان د دولت اوطالبانو د مرکچي هيئتونو ترمنځ خبرې له درې اوونيز ځنډ وروسته د مرغومي په ١٦نيټه يعني د راتلونکې اوونۍ د سه شنبې په ورځ پيل شي.
په داسې حال کې دوحه د سولې د خبرو د ځاى په توګه وټاکل شو چې مخکې له دې د افغانستان يوشمېر جګپوړو مقاماتوپه هېواد کې دننه د خبرو د دويمې دورې د ترسره کولو غوښتنه کړې وه . خو د ملي روغې جوړې دعالي شورا رييس ډاکتر عبدالله عبدالله ويلي و چې بايد د سولې د خبرو د ترسره کولو د ځاى ټاکنه د سولې د خبرو اترو د بهير د ځنډ سبب نه شي .
ختم_ ج -٠اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته