امنیت

دپوځي تجهيزاتود قاچاقو په تور دڅلورو تنو نيول کيدل

 کابل  باختر د سلواغې د مياشتې ١٤ :
په ننګرهار ولايت کې  څلورتنه دپوځي تجهيزاتو دقاچاقو په تور ونيول شول.
دغه کسان دامنيتي مامورينو دځانګړو عملياتو او دکوماندو دځواکونو په عملياتو کې ونيول شول.
دکوماندو دځواکونو وياند احمدجاويد سليم دباخترآژانس خبريال ته وويل
دغه کسان دجنګي وسايلو او تجهيزاتو په  قاچاقو بوخت و  چې ونيول شول.
ويل کيږي له دغو کسانو څخه يوشمير پوځي  وسايل او تجهيزات هم ترلاسه شوي دي .
تراوسه پورې روښانه نه ده  چې دغه کسان له ډاراچوونکوسره اړيکې لرې  اويا دپوځي وسلو پلورونکي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته