کابل / دزمري ١٠مه /باختر:
دننګرهار ولايت د مرکز جلال اباد ښاروالۍ له خلکو وغوښتل چې د قرباني په وخت کې د ښار نظافت خراب نه کړي .
دغه اداره وايي ، يوشمېر کسان يې موظف کړي دي چې د خلکو د نه پاملرنې په وخت کې د جلال اباد ښار اود ننګرهار له نوروښارونو څخه د څارويو اضافي مواد راټول او په باطله دانۍ کې واچوي .
داپه داسې حال کې ده چې خلک د قربانۍ په وخت کې د څارويواضافي توکي د واتونو پرمخ او په پارکونوکې اچوي.
د جلال ابادښاروالۍ يومسوول باختراژانس ته وويل چې خلک بايد د ښار نظافت اوپاکوالې په پام کې ونيسي .
هغه وويل د اړتيا په وخت کې يوشمېر کسان يې موظف کړي دي چې د خلکو د قربانيو پاتې شوي کثافات راټول او ټاکلو ځايونوته دې ولېږدوي.
ختم_ج _اکرم
0 1 دقیقه لوستل