امنیت

په لسګونو تنه وسله وال طالبان په پکتيا کې ووژل شول

 ګرديز باخترد زمري دمياشتې ٢٥ نيټه :     
په لسګونو تنه وسله وال طالبان په پکتيا ولايت کې ووژل شول .
دپکتيا دوالي وياند عبدالله حسرت د باخترآژانس خبريال ته وويل ؛  دغه وسله وال طالبان پرون هغه وخت ووژل شول چې د دغه ولايت دڅمکنۍ ولسوالۍ په مربوطاتو کې  بريدونه وکړل او له  امنيتي ځواکونوسره يې په  جګړې لاس پورې کړ .
ده زياته کړه په دې نښته کې په لسګونو تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول او  جګړه اوس هم دوام لري .
ديوبل خبرله مخې ؛ درې تنه وسله وال طالبان  تيره شپه دپکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ  په کولاګو سيمه کې دامنيتي ځواکونو په ځمکنيو او هوايي بريدونو کې ووژل شول.
دپکتيادوالي وياند وويل  په دې بريد کې درې تنه نور وسله وال طالبان نيول شوي  او يو بل طالب ټپي شوى دى .                                                                       پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته