کابل – باختر دمرغومي دمياشتې ٢٥
دملي امنيت دلوى رياست اعلاميه.
په دې وروستيو وختو کې ليدل کيږي چې يو شمير رسنۍ د نامعلومو منابعو دمجهوالهويه په يادونې سره په بيلابيلو مواردو کې د ملي امنيت د لوى رياست له نامه څخه څرګندونې کوي.
دټاکل شويو ژورنالستيکي نورمونو له مخې په هغه صورت کې چې د رسنيو پوښتنوته د ځواب د وړاندې کولو په مقصد مشخصه پته موجوده وي .
د يو معتبر امنيتي ارګان له نامه څخه دنامعلومو افرادو او اشخاصو له خولې څرګندونې يو ناوړه عمل دى .
دملي امنيت لوى رياست رسنيو ته دخپلو نظريو دوړاندې کولو په مقصد د ( ملي امنيت د لوى رياست دمطبوعاتي دفتر ) په نامه مشخص دفتر لري ، رسنۍ کولاى شي د خپل نظر وړ معلومات دملي امنيت دلوى رياست دمطبوعاتي دفتر له لارې ترلاسه اويا بشپړ کړي .
له دې پرته هغه مطالب چې دملي امنيت له نامه څخه دنامعلومو منابعو له لارې خپريږي داعتبار وړ نه دي او دملي امنيت لوى رياست نظر نه دى .
هغه رسنۍ چې له دې وروسته په دې عمل لاس پورې کوي د قانون په وړاندې به ځواب ورکوونکي وي .
1 1 دقیقه لوستل