فرهنګ

حسينه ساپۍ: ټول بايد د کرونا ويروس د خپريدو په وقايې او مخنيوي کې له دولت سره همغږي او همکار و اوسئ

کابل / د وري ۱۳ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرسته حسينه ساپۍ له هېوادوالو غواړي چې په خپلو کورونو کې پاتې شې او د کرونا ويروس د خپريدو په وقايې او مخنيوي کې له دولت سره همغږي او همکار و اوسئ.
د باختراژانس د خبر له مخې؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې وويل: نن نه يوازې افغانستان بلکې د نړۍ ټول پرمخ تللي هېوادنه د کرونا ويروس له جدي ګواښ سره مخامخ دي.
هغې زياته کړه:  تر اوسه پورې د کرونا ويروس د درملنې درمل او يا واکسين  نه دي جوړ شوي، نو لازمه ده  چې خلک په دې سختو شرايطو کې د کرونا ويروس د خپريدو د وقايې او مخنيوي په برخه کې  له دولت سره همکار و اوسئ.
حسينې ساپۍ څرګنده  کړه؛ پر لاسونو له کار کولو ورسته بايد  خپل لاسونه  د٢٠ ثانيو لپاره پر صابون ومينځو او دا کار له ځان او له خپلې کورنۍ څخه پيل او خپل چاپيريال هم  بايد په پام کې  ولرو.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې  ټينګار وکړ چې په ورځنيو خوړو کې دې له سبو او مېوو څخه زياته استفاده وشي.
هغې له خلکو وغوښتل چې له اړتيا پرته له خپلو کورنو څخه ونه وځئ.
ساپۍ زياته کړه: د افغانستان ميړنى ملت او دولت چې څنګه پر هرې ستونزې بريالى شوى د کرونا ويروس د ګواښ پر وړاندې به هم  بريالى شي.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته