-کابل باختر د غبرګولي يوولسمه :
دداعش دډلې پنځه ديرش تنه غړي په ننګرهار ولايت کې دنويو جګړو په بهير کې ووژل شول .
په دغو داعشيانو تيره شپه دهسکې مينې ، کوټ او داچين په ولسواليو کې بريدونه وشول .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼى باختراژانس ته وويل چې په دې بريدونو کې دبهرنيو جګړه مارانو په ګډون پنځه ديرش تنه داعشيان ووژل شول
ده وويل : دغه داعشيان په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت و ، چې پرې بريد وشو . ويل کيږي په دې بريدونوکې پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې دداعش دډلې د جنګي وسايلو دوه ډيپوګانې په ننګرهار ولايت کې کشف شوې .
دغه ډيپوګانې داچين او کوټ په ولسواليو کې کشف شوي دي .
دننګرهار ولايت يوپوځي خبرځاى وايي چې له دغو ډيپوګانو څخه يوه اندازه سپکې او درندې او چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي .
0 1 دقیقه لوستل