امنیت

يوه ميرمن د خپل ميړه له خوا ووژله شوه

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٢٢
يوه ٣٥ کلن سړى خپله ځوانه ميرمن د چړو په ګوزارونو سره ووژله او وروسته يې ځان ټپي کړ.
د هرات د مرکزي روغتون مسوولين وايي: تورن هم اوس تر درملنې لاندې دى او روغتيايي حالت يې مخ په ښه والي دى .
په همدې حال کې د هرات ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالروف احمدي د دغه خبر په تاييدولو سره وويل: دغه سړى د کهسان ولسوالۍ د غزل اسلام د سيمې اوسيدونکى دى او نيول شوى دى .
ديوبل خبرله مخې :
دهرات ولايت ٣٠ تنه اوسيدونکي د ترافيکي پيښو له امله ټپيان شول.
دغه پيښې په تيرو ٢٤ ساعتوکې په هرات ښار او د دغه ولايت په ولسواليو کې رامنځته شوې او له امله يې ښځې او ماشومان هم ټپيان شوي دي.
د هرات دمرکزي روغتون وياند وايي: ټول ټپيان تر درملنې لاندې دي او روغتيايي حالت يې مخ په ښه والي بلل شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته