روغتیا

په درې سوه زرو تنو ماشومانو دپوليو واکسين تطبيق کيږي.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٦
دپوليو واکسين د تطبيق دمنى دويمه دوره نن په بغلان ولايت کې پيل شوه.
دبغلان ولايت دمرستيال او سرپرست عبدالقديم نيازى له خوا دغه پروګرام ديو ماشوم په خوله د دوو څاڅکو واکسين په څڅولو سره پيل شو.
دبغلان ولايت دعامې روغتيا مرستيال ډاکتر عبدالحليم غفاري باختر آژانس ته وويل په دې پروګرام کې اته سوه اته نوي دوه کسيز ټيمونه په دريو ورځو کې دکورپه کور ډول له پنځه کلنى څخه ښکته څه ناڅه درې سوه زره ماشومان واکسين کيږي.
خبرځاى زياته کړه بغلان دهيواد په شمال کې له هغو ولايتونو څخه دى چې له شپږو کلونو راپه دې خوا دپوليو کومه پيښه پکې نه ده ليدل شوې خو له بده مرغه دهلمند ، ننګرهار ،پکتيا او دقندهار په ولايتونو کې دپوليسو د اووپيښو دثبتولو په مقصد دعامې روغتيا وزارت دبغلان په ګډون په نورو ولايتونو کې ددغې ناروغۍ دخپريدو دمخنيوي په مقصد دپوليو دواکسين کمپاين پيل کړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته