امنیت

دچاربولک دولسوالۍ دوګړو داحوالو دثبت مسوول وتښتول شو .

کابل باختر دسلواغې اته ويشتمه :
دبلخ ولايت دچاربولک  ولسوالۍ دوګړو داحوالو ثبت  مدير پرون دچاربولک  _ مزارشريف   دلوى لارې  په اوږدو کې دوسله والو طالبانو له خوا وتښتول شو .
دبلخ ولايت دوګړو داحوالو دثبت رييس محب الله قريشي دباختراژانس خبريال ته وويل چې دچاربولک ولسوالۍ دوګړو داحوالو دثبت مدير غلام سخي کله چې  دمزارشريف په لور روان و  دلارې په اوږدو کې دوسله والو طالبانو له خوا له موټر  څخه ښکته او يونامعلوم ځاى ته يوړل  شو
دبلخ دپوليسو وياندعادل شاه عادل  وويل چې دده دموندلو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي .
  ختم_شکريه _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته